ناټو وايي د جنرال دوستم د الوتکې د کېناستو مخه‌یې نه‌ده نیولې

ناټو وایي، د مزار شریف په هوایي ډګر کې د افغانستان د ولسمشر د لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم د سپرلۍ د الوتکې د کېناستو مخه‌یې نه‌ده نیولې.

له دې مخکې داسې راپورونه ورکړل شوي چې یوه الوتکه چې ګومان کېده د ولسمشر لومړی مرستیال عبدالرشید دوستم به په‌کې و او غوښتل یې د مزار شریف په هوايي ډګر کې کېني، جرمني ځواکونو ورته د کېناستو اجازه ورنه‌کړه او ترکمنستان ته ولاړه.

د ناټو د غوڅ ملاتړ مأموریت ویاند تورن ویلیام سالوېن ازادي راډیو ته وویل چې دا د ناټو د غوڅ ملاتړ د مأموریت دنده نه بلکې د افغانستان د حکومت کورنۍ مسئله ده او ناټو په‌کې مداخله نه‌ده کړې.

د ولسمشر د لومړي مرستیال دفتر بیا دغه راپورونه چې ګواکي ښاغلی دوستم په همدې الوتکه کې و، رد کړي دي.

دغه دفتر په خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې ښاغلی دوستم د ترکیې په انقره کې دی او په څو راتلونکو ورځو کې وطن ته د بېرته راتلو نیت نه‌لري.

نیویارک ټایمز ورځپاڼې بیا د بلخ د ولایتي شورا د دو غړو په حواله خبر ورکړی چې د مزار شریف په هوایي ډګر کې د دوستم د هرکلي لپاره له ۵۰۰ نه تر ۱۰۰۰ پورې کسان راټول شوي و.