خوستوالو د افغان حکومت د اوبو د مدیریت کولو له برنامې ملاتړ وکړ

د سې شنبې په ورځ د خوست قومي مخورو او مدني فعالانو د یوې غونډې له لارې د افغانستان د اوبو او نورو طبیعي سرچینو د مدیریت کولو په اړه د افغان حکومت د پالېسیو او هڅو ملاتړ وکړ.

دوی د ایران د ولسمشر حسن روحاني د وروستو څرګندونو غندنه وکړه چې ویلي يې و، ایران په افغانستان کې د کمال خان، سلما او کجکي بندونو د جوړولو په اړه بې‌تفاوته نه‌شي پاتې کېدای.

د ناستې ویناوالو ویل د افغانانو له‌خوا د خپلو طبیعي سرچینو څخه ګټه اخیستنه او پر هغو د زیربنايي پروژو پلي کېدل د دوی حق دی او پردي په‌کې د مداخلې حق نه‌لري.

د غونډې یو تن ګډونوال دیني عالم مولوي محمد عارف عرفان او حاجي منډاییر د سیمې پر هېوادونو په ځانګړي ډول د افغانستان پر ګاونډیانو غږ وکړ چې د افغانستان په سیاسي، امنیتي او اقتصادي چارو کې دې له هر ډول مداخلو لاس واخلي.

دوی وویل:

"د نړۍ په ټولو هېوادونو په ځانګړي ډول ګاونډیو هېوادونو باندې غږ کوم چې د افغانستان ټولې طبعي شتمنۍ د افغانانو حق دی، هېڅ‌چا ته اجازه نه‌ورکوو چې د افغانستان په کورنیو چارو کې یا د افغانستان د طبیعي زېرمو د مدیریت په مسایلو کې مداخله وکړي، هېڅ‌څوک حق نهلري چې د افغانستان په قلمرو کې، د دولت په درې ګونو قواوو کې، په تشکیلاتو کې او د افغانستان په ملي او سیاسي هدفونو کې لاسوهنه وکړي."

"زموږ افغانستان خپلواک او مستقل هېواد دی، که له موږه څوک دا هیله لري چې تاسو بندونه مه‌جوړوئ، نور کارونه مه‌کوئ، پرمختګ مه‌کوئ دا موږ ته په هېڅ ډول د منلو وړ نه‌ده، دا خلک که نه‌وي یا سبا دا به راپورته کېږي او موږ به خپل هېواد په خپله جوړوو."

ویل کېږي په افغانستان کې د طبیعي سرچینو د مدیریت کولو د مسئلې د راپورته کېدو سره په څنګ کې، په دې وروستیو کې د افغان حکومت پر ضد یو شمېر سیاسي ائتلافونه او حرکتونه د داسو شخصیتونو او ګوندونو له‌خوا جوړ شوي او یا د جوړېدو په حال کې دي چې هغوی عملاً د موجوده حکومت یوه برخه دي او مهمې سیاسي څوکۍ لري.

یو شمېر کتونکي وايي د دې حرکتونو څخه د ځینو په جوړښت کې يې بهرني لاسونه موجود دي.