نجیب‌الله کابلی: حکومت باید د تورو ښیښو لرونکو موټرو ښیښې پاکې کړي

نجیب الله کابلی

د افغانستان د ملي مشارکت ګوند له امنیتي ځواکونو وغوښتل چې په کابل ښار کې دې د تورو ښیښو لرونکو موټرو ښیښې پاکې کړي.

د دغه ګوند مشر نجیب‌الله کابلي نن په کابل کې په یوه اعتراضیه غونډه کې وویل چې په دې ډول موټرو کې د اختطاف، مخدره موادو او د ترورېستانو د انتقال په ګډون بېلابېل جرمونه کېږي.

ښاغلي کابلي ګواښ وکړ که حکومت په دوو اونیو کې د دوی غوښتنو ته مثبت ځواب ونه‌وايي، نو په مظاهرو به لاس پورې کړي.

دا غوښتنه په داسې حال کې کېږي چې څو ځله امنیتي ارګانونو په کابل کې له موټرو د تورو ښیښو د سپینولو کمپاین پیل کړی، خو د کابل ښاریانو په وینا تر ډېره بریالی نه‌و.