کندهار کې د ممیزو د ساتنې لپاره ۳۰ خونې د جوړېدو په حال کې دي

په کندهار کې د بزګرانو د اقتصادي پراختیا په هدف ډېر ژر په عصري بڼه د ممیزو ۳۰ خونې جوړېږي.

د کندهار د کرنې او مالدارۍ رئیس سعید حفیظ‎‌الله سیدي نن سې شنبه ازادي راډیو ته وویل چې د ممیزو دغه خونې د څه باندې اته نیم لکه ډالرو په ارزښت د کرنې وزارت په مالي مرسته جوړېږي.

سیدي وایي چې د دغو خونو ۸۰ سلنه چارې بشپړې شوې دي.

په دغو خونو کې له سلګونه مټریک ټنو انګورو څخه ممیز تولیدېږي.