دفاع وزارت: د بې‌پیلوټه الوتکو کشفي سیسټم موږ سره مرسته کړې

د افغانستان دفاع وزارت وايي چې هوايي ځواک او د بې‌پیلوټه الوتکو کشفي سیسټم د افغان امنیتي ځواکونو د محاربوي وړتیا له زیاتېدو سره مرسته کړې ده.

د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري ازادي راډیو ته تېره شپه وویل چې دغه سیسټم د هلمند د ناوې ولسوالۍ په بېرته نیولو کې هم رول درلود.

ده وویل چې تېره ورځ افغان هوايي ځواک ۱۵ ځلې د دولت د وسله‎والو مخالفینو پر مورچلو حملې کړي او تر سلو زیاتې حمایوي الوتنې یې کړي دي.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني په وروستیو کې وویل چې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ ورسره ژمنه کړې چې د افغان هوايي ځواک د ملاتړ لپاره ۸۵۰ میلیونه ډالره مرسته کوي.