اصلاح: د "خېبر ۴" عملیات به هېڅکله ترهګر کمزورې نه کړي

کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې له ګډو عملیاتو څخه د پاکستان د په شا کېدلو په اړه یو شمېر مطالب لیکلي دي.

مسیر خپلواکې ورځپاڼې د خپلې نننۍ ګڼې په یو مطلب کې د افغانستان د ملي دفاع وزارت په حواله لیکلي، اسلام اباد له ترهګرۍ سره د ګډې مبارزې له هوکړې یو ځل بیا په شا شوی او په هغو سیمو کې یې عملیات پیل کړي چې هلته د ترهګرو مرکزونه نشته.

په ورځپاڼه کې راغلي چې د افغانستان ملي دفاع وزارت وروسته له هغې دغه خبر کوي چې د پاکستان د پوځ ویاند جنرال اصف غفور د ډیورنډ کرښې ها غاړې په پرتو قبایلي سیمو کې د خېبر څلور په نوم د عملیاتو د پیل خبر ورکړ.

د دغاع وزارت د معلوماتو له مخې چې د یاد وزارت ویاند له ورځپاڼې سره شریک کړي، هوکړه داسې وه چې افغان حکومت به پاکستان ته د ترهګرو او د هغوی د مرکزونو په اړه معلومات ورکوي او پاکستان به د امریکا او چین تر څارنې لاندې د هغو پر خلاف اقدامات کوي.

هېواد دولتي ورځپاڼې د دغو عملیاتو په اړه لیکلي، پاکستان ویلي دا عملیات یې ځکه پیل کړي چې د ډیورنډ کرښې ها غاړې د داعش فعالیتونه ډېر شوي او دوی غواړي چې سیمه د یادې ډلې له خطرونو خوندي کړي.

خو د مطلب د لیکونکي په باور چې داعش ډله نیم یې پنجابیان دي چې د پاکستان د استخباراتو تر نظر لاندې په وسلو بار دې غاړې ته راتېرېږي او خلک پر بمونو الوځوي.

په مطلب کې وړاندې لیکلي شوي پاکستان دا عملیات د داعش د ځپلو په هدف نه دي کړي بلکې د مطلب د لیکونکي په خبره دا د نوموړي هېواد د پوځ یو تکتیکي جنګ دی او موخه یې هم د افغانستان نا ارامه کول دي.

اصلاح ورځپاڼې بیا د پاکستان له خوا د خېبر څلور په نوم له کرښې ها خوا په قبایلي سیمو کې د نویو عملیاتو د پیل د اعلان په اړه په خپله سرمقاله کې لیکلي:

دا شان عملیات به کله هم ترهګر کمزوري نه کړي، یوازې دومره چې ترهګر به دېخوا راواوړي او په افغانستان کې به نا امنۍ نورې هم پراخې شي.

د سرمقالې لیکوال ادعا کوي چې پاکستان ترهګر په ښو او بدو ویشلي او یوازې د یو شمېرو په وړاندې یې عملیات کوي.

د سرمقاله لیکونکي په باور د افغانستان غوښتنه دا ده چې د ترهګرو په وړاندې عملیات د پاکستان په لویو ښارونو کې د دوی په مرکزونو وشي.