د پاکستان د ملېشه ځواکونو پر موټر حمله کې ۲ سرتیري وژل شوي

پاکستاني چارواکي وايي، نن سهار د پاکستان د ملېشه ځواکونو پر موټر په يوه ځانمرګي بريد کې دوه سرتيري وژل شوي او څلور نور ټپيان شول.

پاکستاني طالبانو په چټکۍ سره په پېښور کې د دې حملې مسؤليت ومانه.

د پوليسو يوه چارواکي سجاد خان نن په پېښور کې خبريالانو ته وويل:

"زموږ پر يوه موټر د يوه ځانمرګي بريدکوونکي له خوا حمله شوې چې پر موټر سايکل سپور و. زموږ د بم شنډولو ټيم د لومړيو پلټنو له مخي حمله کوونکي چاودېدونکي مواد په موټر سايکل کې ځای پرځای کړي و او ۱۲ کيلو ګرامه د ځانمرګو واسکټ یې هم اغوستی وو. په دې پېښه کې د یوه افسر په ګډون دوه سرتيري وژل شوي او درې نور روغتون ته وړل شوي دي."

د پاکستان ملېشه ځواکونه چې د فرنټیر کور په نوم مشهور دي، په قبايلي سيمو کې د سخت دريځو پر وړاندې په لومړۍ کرښه کې جګړه کوي.

په پېښور کې دا حمله په داسې حال کې شوې چې يوه ورځ مخکې د پاکستان پوځ په خېبر ایجنسۍ کې د اسلامي دولت سخت دريځې ډلې پر وړاندې د عملياتو د پيلولو اعلان وکړ.