ارګ: د انتخاباتو په اړه د امنیتي تدابیرو د چمتوالي ډاډ ورکړل شوی

د افغانستان جمهوري ریاست وايي، د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د راتلونکو انتخاباتو د ترسره کېدو په هدف د امنیتي تدابیرو د چمتوالي ډاډ ورکړل شوی.

د ولسمشر مرستیال ویاند نجیب‎الله ازاد د دوشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په ګډ‌ون ټول امنیتي بنسټونه د انتخاباتو د ترسره کېدو لپاره چمتوالی لري.

د ولسمشر مرستیال ویاند نجیب‎الله ازاد

نوموړي وویل:

"د کورنیو چارو وزارت دا ډاډ ورکوي چې دوی بشپړه امادګي لري چې د انتخاباتو لپاره امنیت ونیسي، بې له شکه چې دلته ناامنۍ شته او موږ له یوې بدې جګړې سره مخ یو، خو موږ په دې باوري یو چې زموږ د کورنیو چارو وزارت او نور امنیتي بنسټونه کولای شي چې د انتخاباتو پر مهال د ټولو حوزو پوره امنیت ونیسي."

ښاغلی ازاد وايي، د انتخاباتي مسایلو په اړه تېره ورځ هم ولسمشر محمد اشرف غني د مرستندویه بهرنیو ادارو او د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون مسؤلینو سره شریکه غونډه درلوده.

د ده په خبره د بهرنیو مرستندویه هېوادونو استازو په انتخاباتو کې د نوې ټکنالوژۍ له کارولو هرکلی وکړ او وېې ویل چې په دغو انتخاباتو کې به هېڅ ډول بهرنۍ لاسوهنه ونه شي.

نوموړي دغه شان وویل چې د را روانو انتخاباتو په وړاندې ټولې ممکنه ستونزې او خنډونه به تر څېړلو وروسته هوار شي.

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې یو شمېر مدني او انتخاباتي بنسټونو او سیاسي څېرو روان امنیتي وضعیت ته په کتو د ټاکنو د ترسره کېدو په اړه اندېښنه ښودلې وه.

دوی له امنیتي ارګانونو غوښتنه کړې وه چې د راتلونکو انتخاباتو امنیت خوندي او په سېمه کې د زورواکانو د لاسوهنو مخه ونیسي.

د انتخاباتو خپلواک کمېسیون په دې وروستیو ورځو کې د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د انتخاباتو نېټه اعلان کړه.

د یاد کمېسیون د اعلان له مخې د ولسي جرګې او ولسوالیو د شوراګانو راتلونکي انتخابات به د ۱۳۹۷ لمریزکال د سرطان په ۱۶مه نېټه ترسره شي.

ولسمشرۍ ماڼۍ په داسې حال کې انتخاباتو ته د بشپړ امنیتي تدابیرو د نیولو ژمنه کوي چې روانو امنیتي حالاتو او د مخالفینو حملو ته په کتو یو شمېر کارپوهان باور لري چې دولت به د انتخاباتو په ترسره کولو بریالی نه‎شي.

له ډلې يې صدیق ساحل ازادي راډيو ته وویل:

"له کله نه چې د انتخاباتو ڼېټه اعلان شوې امنیتي حالت ورځ تر بلې خرابېږي نو په داسې حالت کې د انتخاباتو کول په هېڅ صورت کې ممکن نه‎دي."

ښاغلی ساحل وايي چې نړیواله ټولنه باید له افغان حکومت سره په ګډه د شفافو انتخاباتو د ترسره کېدو او د دغو انتخاباتو د امنیت د خوندیتوب لپاره پراخې هلې ځلې وکړي.

د یادونې ده چې په افغانستان کې د ولسي جرګې او د ولسوالیو د شوراګانو د انتخاباتو ترسره کول له خلکو سره د ملي یووالي د حکومت له مهمو ژمنو څخه دي.

راپور: اکرام الله اکرام