خوست کې مېشت کوچیان د ژوندانه لومړنۍ اسانتیاوې نه‌لري

په خوست کې مېشت کوچیان وایي چې دوی د پوهنې، روغتیا او پاکو اوبو له نشتوالي کړېږي او تر څنګ یې، د ځايي خلکو او کوچیانو تر منځ د ځمکو پر سر شته دعوې او لانجې، بیا هغه لویې ستونزې دي چې د دوی په دایمي ځایونو او بانډو کې يې د حکومت له‎خوا د اساسي پروژو د پلي کېدو مخه نیولې ده.

بل‎خوا په افغانستان کې د کوچیانو د چارو یو شمېر چارواکي وايي، دوی د خپلو قومونو او خلکو هغه اساسي ستونزې په پرله‎پسې توګه د حکومت سکټوري وزارتونو او ادارو ته وړاندې کړي، خو هغوی ورته پاملرنه نه‎ده کړې.

بل‎خوا د افغانستان د کوچیانو د لوی ریاست مرستیال سلام احمدزی د کوچي قوم مشرانو ستونزې او غوښتنې پر ځای بولي او وايي د کوچیانو لپاره په ملي کچه ښه پالیسي شته، مګر دوی اجرائيوي واکونه نه‎لري.

د قومونو او قبایلو په چارو کې د ولسمشر سلاکار وزیر حاجي عالم ګل کوچی بیا وايي، دوی ته اوس د دا ډول لانجو بنیادي حل ارزښت لري او شااوخوا دوه میاشتې مخکې يې د تریزیو او لکڼو له مشرانو سره په‎دې اړه جرګه کړې ده.

په خوست کې د کوچیانو نوی ټاکل شوی رئيس عطامحمد قانع وايي، د افغانستان په اساسي قانون کې د کوچیانو د نورو حقونو تر څنګ د تعلیم، مالدارۍ او د اوسېدو لپاره د ځایونو د مشخصولو یادونه شوې او دوی به هڅه وکړي چې کوچیانو ته د ژوندانه دا ډول اسانتیاوې برابرې کړي.

د خوست ځاځي میدان، باک، تریزي، لکڼ، شمل او ګربز هغه ولسوالۍ او اداري واحدونه دي چې یو شمېر سیمو ته يې په مني او ژمي کې له سړو سیمو د کوچیانو کډې راځي او په خپلو دایمي میلو او بانډو اړوي.