هلمند کې د خټکیو او هندواڼو محصولات۴۰ فیصده کم شوی

د هلمند د کرنې ریاست مسؤلین وايي چې سږ کال په دغه ولایت کې د ناامنیو له امله د خټکیو او هندواڼو په محصولاتو کې د اټکل له مخې ۴۰ فیصده کموالی راغلی دی.

د هلمند د کرنې ریاست د پلان او برنامو د همغږۍ د برخې مسؤل سید رفیع‎الله قلم ازادي راډیو ته وویل چې تېر کال پر ۷۵۰۰ هکتاره ځمکه د هندواڼو او خټکیو کرکیله شوې وه خو سږ کال دغه رقم ۴۰۰۰ هکتاره ته را ټیټ شوی دی.

نوموړی وايي:

"په ټولیز ډول موږ ویلی شو چې د تېر کال په نسبت ۴۰ فیصده کموالی راغلی، تېر کال د کرنې او محصولاتو کچه لوړه وه، یوازینۍ ستونزه ناامني وه چې بزګرانو په جګړه ځپلو سیمو کې له ځمکو څخه ساتنه نه‎شوه کولای."

ښاغلی قلم وايي، هغه لویې لارې چې د هلمند ولسوالۍ له مرکز سره نښلوي سږ کال د ناامنیو له امله د خلکو او بزګرانو د تګ-راتګ پر وړاندې بندې وي چې په دې توګه دوی اقتصادي زیانونه هم لیدلي دي.