هلمند چارواکي: ناوه ولسوالۍ بېرته له طالبانو ونېول شوه

د هلمند چارواکي وايي چې ناوه ولسوالۍ نن سهار بېرته له وسله والو طالبانو څخه ونېول شوه.

د دغه ولایت د والي ویاند عمر ځواک ازادي راډيو ته وویل چې دا ولسوالۍ نهه میاشتې وړاندې طالبانو نیولې وه.

نوموړي وویل چې د دغې ولسوالۍ د بېرته نیولو عملیات د خالد صفر څلور په نوم دوه ورځې وړاندې پیل شوي وو.

خو وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.