مسیر: درېیم اپوزیسون، زړه لار او بې پایلې هڅې

کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې د وروستیو ائتلافونو او اپوزیسیون ډلو په اړه یو شمېر مطالب لیکلي دي.

مسیر خپلواکې ورځپاڼې په دې اړه په خپله سرمقاله کې لیکلي، درېیم اپوزیسون، زړه لار او بې پایلې هڅې.

په سرمقاله کې راغلي، د افغانستان د خلکو د ملي محور په نوم نوي خوځښت د حکومت د نوي اپوزیسون په توګه د فعالیت اعلان وکړ.

دغه خوځښت پرون په کابل کې غونډه وکړه او ویناوالو یې پر حکومت تُندې نیوکې وکړې، خو ژمنه یې وکړه چې د سمو کارونو ملاتړ به یې کوي.

سره مقاله لیکونکی لیکي:

تردې مخکې د انورالحق احدي په مشرۍ نوې ملي جبهه او تر هغې مخکې د استاد سیاف په مشرۍ د حراست او ثبات شورا هم ځانونه اپوزیسون اعلان کړي وو.

خو د ده په باور یو هم د واقعي اپوزیسون رول ونه لوباوه.

انیس دولتي ورځپاڼې بیا نوي جوړ شوي خوځښت ته په پام سره په خپله سر مقاله کې لیکلي، دغه ائتلاف په داسې حال کې جوړېږي چې په همدې وروستیو کې په ترکیه کې هم د افغانستان د ژغورنې په نوم یو ائتلاف جوړ شو.

د سرمقاله لیکونکي په وینا شرایطو ته په پام سره دا شان ائتلافونه د افغانستان په شان د یو هېواد لپاره چې د ترهګرۍ ښکار دی او ګواښي یې ګټه نه شي رسولی.

اصلاح ورځپاڼې هم د موضوع په اړه په خپله سرمقاله کې لیکلي او ویلي چې د یادو ائتلافونو جوړونکي بې له دې چې د ستونزو د هواري لپاره حل لاره په ګوته کړي بې درنګه پر حکومت، ولسمشر او اجرائیه رئیس انتقادونه کوي.

په داسې حال کې چې د سرمقاله لیکونکي په باور دوی هم د ستونزو د هواري په برخه کې مسؤلیت لري.

دنیا خپلواکې ورځپاڼې بیا په دې اړه په خپله سرمقاله کې لیکلي، افغانستان په تېزۍ سره د کورنیو سیاسي مخالفتونو په لور په حرکت کې دی.

د سرمقاله لیکونکي په وینا همدا مسئله د دې لامل شوې چې په دې وروستیو کې د حکومت پر ضد یو شمېر ائتلافونه رامنځته شي.

په سرمقاله کې اندېښنه ښودل شوې چې روان وضیعت به هېواد له کنټروله وتلي ناورین په لور بوځي چې د سرمقاله لیکونکي په باور عمده لامل یې د حکومت د مشرانو ضعیفې کړنې دي.