امریکا: ایران دې په جعلي تورونو بهرني بندي اتباع خوشې کړي

متحد ایالاتو پر ایران غږ کړی چې په جعلي تورونو د امریکا یا بل هر هېواد بندي شوي اتباع خوشې کړي.

د ایران د قضا ویاند غلام حسین محسني اژه‎يي پرون په یوه خبري غونډه کې وویل چې د ولسمشر حسن روحاني کشر ورور حسین فریدون د مالي سرغړونو په خاطر توقیف شوی او یو امریکایي- چینایي وګړی ایران ته د ننوتو په جرم د قضا له خوا په ۱۰ کاله بند محکوم شوی.

د امریکايي- چینايي تورن نوم زیووي وانګ Xiyue Wang ښودل شوی او د میزان په نوم د ایران قضا ته د نېژدې ویب‎پاڼې د راپور له مخې ۳۷ کلن ونګ ایران ته د یوه محصل په توګه تللی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یو مقام وویل، موږ په ایران کې په غیر عادلانه ډول د ټولو نیول شویو امریکايي وګړو د خوشې کېدو غوښتنه کوو څو له خپلو کورنیو سره یوځای شي.

دې چارواکي چې نوم یې نه‎دی یاد شوی فرانسپرېس خبري آژانس ته ویلي، دا کسان که امریکايان دي او که د نورو هېوادونو اتباع په جعلي تورونو نیول شوي دي.