د هلمند د ناوې ولسوالۍ په عملیاتو کې ۱۸مخالفین وژل شوي

د هلمند ولایت په ناوې ولسوالۍ کې د وسله‎والو مخالفینو پر ضد د تېرې ورځې په ځمکنیو او هوايي عملیاتو کې ۳۳ وسله‎وال مخالفین مړه او ټپیان شوي دي.

د هلمند ولایت مطبوعاتي دفتر په یو بیان کې وايي، د میوند قول اردو په مشرۍ په دې پوځي عملیاتو کې چې پرون سهار پیل شوي، د شپږو قوماندانانو په ګډون ۱۸ وسله‎وال طالبان وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان دي.

په بیان کې د چارواکو له قوله ویل شوي دي چې دا عملیات به له وسله‎والو مخالفینو څخه د ناوې ولسوالۍ د بشپړې تصفیې تر وخته دوام وکړي.

په بیان کې همدا راز یادونه شوې چې د دې عملیاتو په ترڅ کې یو افغان سرتیری وژل شوی او څلور نور ټپیان دي.