اسرائیل د بیت المقدس سپېڅلی ځای د زیارت کونکو پرمخ پرانېست

اسرائیل د بیت المقدس خورا سپېڅلی ځای بېرته د زیارت کونکو پرمخ پرانېست.

د اسوشيټېډ پرېس اژانس د راپور له مخې نن په سلګونو مسلمانانو له دې زیارته کتنه وکړه.

د تیرې جمعې ورځې له یوې وژونکې حملې وروسته اسرائیل دغه ځای تړلی او امنیتي تدابیر یې په کې سخت کړي وو.

د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتنیاهو پرون شنبه وویل، پرېکړه یې کړې چې سر له سبا؛ یعنې نن څخه د حرم شریف زیارت یا د غره ګنبده په تدریجي ډول پرانېزي، خو امنیتي تدابیر به زیات کړي.

ده وویل چې په دې ځای کې به فلز موندونکي ماشینونه او کمرې ځای پر ځای کړي.

درې تنو چې په خټه عرب ول، د زیارت مخته پر امنیتي ځواکونو حمله کړې وه چې دوه پولیس یې په ډزو ووژل شول او وروسته دوی هم په ځوابیه ډزو کې ووژل شول.

حرم شریف د مسلمانانو او یهودانو لپاره مقدس زیارت ګڼل کېږي.