ایوبي: اوس هم هېواد د ګمرکونو ۴۰ سلنه عواید شخصي جیبونو ته ځي

د افغانستان د ولسي جرګې د فساد پر ضد د مبارزې کمېسیون وايي چې اوس هم د ګمرکونو۴۰ سلنه عواید د فساد ښکار او د خلکو جيبونو ته لوېږي.

که څه هم د افغانستان د مالیې وزارت وايي چې د ښو او پرمختلليو خدمتونو په وړاندې کولو سره یې تر ډېره په ګمرګونو کې د فساد مخه نیولې، خو د ولسي جرګې له فساد سره د مبارزې کمېسیون وايي چې اوس هم د ګمرګونو ۴۰ فیصده عواید د خلکو شخصي جیبونو ته لوېږي.

د دغه کمېسیون رئیسې حمیرا ایوبي چې د یکشنبې په ورځ یې په کابل کې د «د مدني ځواب‎وینې، په عامه خدمتونو کې د اصلاحاتو راوستلو او فساد سره د مبارزې» تر عنوان لاندې کنفرانس کې خبرې کولې، ویې ویل چې زیات فساد د عامه خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې دی.

اغلې ایوبي وویل:

"له بده‎مرغه په افغانستان کې تر ټولو زیات فساد د عامه خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې دی، د افغانانو پیسې د فساد او د نه پاملرنې له امله، د حکومت خزانې ته نه، بلکې د خلکو جیبونو ته لوېږي، د افغانستان د ګمرکونو۴۰ فیصده عواید د خلکو جیبونو ته لوېږي."

اغلې ایوبي زیاتوي چې فساد تر ډېره د ټرانسپورټ وزارت، نورم سټنډرد ادارې، نفت او ګازو تصدي او د کورنیو چارو په وزارت کې موجود دی چې د حکومت او خلکو تر منځ یې واټن پیدا کړی.

د کورنیو چارو وزارت د پالېسۍ مرستیال مسعود احمد عزیزي چې په همدې کنفرانس کې یې خبرې کولې، ومنله چې فساد د ښو خدمتونو د وړاندې کولو مخه ډب کړې ده.

ښاغلي عزیزي زیاته کړه:

"له بده‎مرغه، سړی ویلای شي چې اوس هم د خدمتونو په برخه کې هېوادوال له ستونزو سره مخ دي، څه ډول چې خدمات باید ورته ارأیه شوي وای، هسې نه‎دي وړاندې شوي."

په افغانستان کې د ډموکراسۍ نړیوال بنسټ چې د مدني ځواب‎وینې، په عامه خدمتونو کې د اصلاحاتو راوستلو او فساد سره د مبارزې کنفرانس جوړېدو کې مرسته کړې وه، د فساد په له‎منځه وړلو کې د رسنیو او مدني ټولنو په رول ټینګار کوي.

په ورته وخت کې د افغانستان مالیې وزارت وايي چې په تېرو دوو کلونو کې له فساد سره د مبارزې په برخه کې، د پام وړ لاس ته راوړنې لري.

د دغه وزارت ویاند اجمل حمید عبدالرحیمزي نن یکشنبه ازادي راډیو ته وویل، دوی هڅه کوي چې په عایداتي سرچینو کې فساد صفر ته راښکته کړي.

د افغانستان د مالیې وزارت ویاند اجمل حمید عبدالرحیمزی

ښاغلي عبدالرحیمزي وویل:

"هڅه او تلاش مو دا دی چې د افغانستان په عایداتي سرچینو کې فساد صفر ته راښکته کړو، اوس هم په ځینو ځایونو کې فساد شته او موږ په دې لټه کې یوو چې صفر ته راښکته شي."

د ولسي جرګې دفساد پرضد د مبارزې کمېسیون له افغان ولسمشر محمد اشرف غني او اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله غواړي چې په وزارتونو او مهمو دولتي پوسټونو کې له فساد پاک کسان په دندو وګماري.

له دې وړاندې افغان ولسمشر او اجرائیه رئیس په وار وار د فساد په له‎منځه وړلو ټینګار کړی او ویلي یې دي چې په دې برخه کې له نړیوالې ټولنې سره کړې ژمنې په جدیت عملي کړي.

راپور: رحمت‎الله افغان