د زابل امنیتي چارواکي وايي چې د کابل- کندهار پر لویه لار په شاجوی ولسوالۍ کې د خنجر په نوم پیل شوي عملیات د ۱۲ وسلهوالو په وژل کېدو او ۲۲ د نورو په ټپي کېدو پای ته ورسېدل.
په زابل کې د ملي اردو د دوهې پیاده لوا د ارکان رئیس ډګروال ګدا محمد دوست نن یکشنبه ازادي راډیو ته وویل چې له تېرو ۲ اونیو راهیسې يې د کابل کندهار پر لویه لار او شاه جوی ولسوالۍ کې د خالد په چوکاټ کې د خنجر پیل شوي عملیات نن پای ته ورسېدل.
د ډګروال ګدا محمد دوست په وینا، په دغو عملیاتو کې ۱۲ وسلهوال ووژل شول او ۲۲ ټور ټپیان شوي دي.
د ښاغلي دوست په وینا، طالبانو پلان درلود چې د کابل- کندهار لویه لار وتړي او د شاه جوی ولسوالۍ یو شمېر امنیتی پوستو ته سقوط ورکړي .
د نوموړي په وینا، د وسلهوالو دغه هدف يې شنډ کړ او په زیات شمېر وسایل او وسلې يې له وسلهوالو څخه تر لاسه کړي دي .
ښاغلی ګدا محمد دوست په وینا، په دغو عملیاتو کې د ۶ ملکیانو په ګډون څلور افغان امنیتي ځواکونو ته هم مرګ ژوبله اوښتې چې د ټپیانو روغتیايي حالت د ډاډ وړ دی.
نوموړي د ملکیانو او پولیسو د مړو او ټپیانو په اړه دقیق معلومات ور نهکړل .
ګدا محمد دوست وايي:
"په دغو عملیاتو کې زموږ امنیتي ځواکونه وتوانېدل چې د دوی مهم قوماندانان لهمنځه یوسي، د قوماندان مسافر په نوم، قوماندان کامیاب، مقیم زبیر او د دوی سرګروپ ملا اغا او په مجموع کې ۲۲ ټپیان او ۱۲ وژل شوي، یو میل ۸۲ ملي متري توپ، له څو میله وسلو او څو موټر سایکلونو سره لهمنځه وړل شوي دي."
په همدې مهال د زابل د امینه قومندانۍ د عملیاتي کنډک قوماندان ډګروال اصف توخي په دغو عملیاتو کې د امنیتي ځواکونو تر منځ د همږغۍ او د خلکو د همکارۍ یادونه کوي .
نوموړي دغه راز د زابل د روان امنیتی وضعیت په اړه له خلکو غواړي چې د وسلهوالو طالبانو پر تبلغاتو باور ونهکړي .
د دولت وسلهوالو مخالفینو تر اوسه په دی اړه څه نهدي ویلي .
په زابل کې امنیتي چارواکي پداسې حال کې دامنیت ډاډ ورکوي چې په دې وروستیو کې د دغه ولایت په مرکز او شااوخوا ولسوالیو کې امنیتي پېښې زیاتې شوې دي .
راپور: محمد صادق رښتینی