اسرائیلي ځواکونو یو مشکوک سخت دریځۍ فلسطینۍ وژلی

د اسرائیل پوځ وایي، اسرائیلي ځواکونو نن سهار په لویدیځه غاړه کې یو مشکوک سخت دریځۍ فلسطینۍ وروسته له هغې په ډزو وواژه چې د هغه د نیولو هڅه یې کوله خو هغه پر دوی ډزې وکړې.

د پوځ په خپاره کړي بیان کې ویل شوي، دغه سړی چې د اسرائیل پولیسو ۳۴ کلن عمرحلیل د لویدیځې غاړې د نبي صالح د کلي اوسیدونکی ښودلی د جولای په پنځلسمه د دوو جلا وسله والو حملو په ترسره کولو تورن دی.

د پولیسو ویاند میکي روزنفیلډ وویل، دغه تروریست موندل شوی او محاصره شوی و.

هغه خپله وسله را وایستله او دوی ته یې ونیوله چې په ځواب کې یې دغه تروریست ووژل شو.

یو بل مشکوک فلسطیني برسیرن ټپي شوی او نیول شوی دی.

دغه پېښه په نبي صالح کلي کې شوې او د اسرائیل ځواکونو ته تلفات نه دي رسیدلي.

فلسطیني چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.