کندز چارواکي: مرکز کې عملیاتو له ۱۰ زیات وسله وال طالبان وژلي

د شلمې فرقې چارواکي د کندز د مرکز په یو شمېر سیمو کې د عملیاتو په ترڅ کې د له لسو زیاتو وسله والو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکوي.

د دې فرقې ویاند ډګرمن غلام حضرت کریمي نن ازادي راډیو ته وویل چې د پامیر۱۱ په نوم د افغان ځواکونو په دغو ګډو عملیاتو کې چې تېره ورځ د کندز ښار د حضرت سلطان، خواجه غلطان او چپرمه سیمو کې پیل شول، ۱۲ وسله وال طالبان ووژل شول او اته تنه نور ژوبل شول.

هغه وویل چې په دغو عملیاتو کې څلور کلي د دولت له مخالفینو تصفیه شول.

ښاغلي کریمي وویل، په دغو عملیاتو کې پوځیانو او ملکي خلکو ته زیان نه دی رسیدلی.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.