ایراني چارواکو هم د "میرزاخاني" په مړینې خواشیني څرګنده کړه

ایراني چارواکو هم د امریکا د سټنفورډ پوهنتون د ایراني‌الاصلې استادې مریم میرزاخاني په مړینه خواشیني څرګنده کړه.

مېرمن میرزاخاني لومړنۍ ښځه وه چې د ریاضي تر ټولو معتبره نړیواله جایزه‌یې ګټلې وه.

د ایران ولسمشر حسن روحاني او د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف پرون شنبه مریم میرزاخاني وستایله او د هغې په مړینه‌یې خپګان ښکاره کړ.

میرزاخاني په ۴۰ کلنۍ کې د سږو په سرطان د امریکا په یوه روغتون کې مړه شوه.

میرزاخاني څلور کاله پخوا د سرطان په ناروغۍ اخته شوې وه او سرطاني ریښې یې هډوکو ته غځېدلې وې.

دې په ۲۰۱۴ میلادي کال د ریاضي فیلډز مډال وګاټه چې په هرو څلورو کلونو کې د ریاضیاتو د نړیوال کانګرس له لوري ورکول کېږي.