اسرائیل به د بیت‌المقدس په سپېڅلو ځایونو کې یو زیارت پرانیزي

اسرائیل وايي، د بیت‌المقدس په خورا سپېڅلو ځایونو کې به یو زیارت په تدریجي ډول بیا پرانیزي.

له یوې وژونکې حملې وروسته اسرائیل په دغو ځایونو کې امنیتي تدابیر سخت کړي وو.

د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتانیاهو پرون شنبه وویل، پرېکړه‌یې کړې چې سر له سبا یعنې نن څخه د حرم شریف زیارت یا د غره ګنبده په تدریجي ډول پرانیزي، خو امنیتي تدابیر به زیات کړي.

ده وویل چې په دې ځای کې به فلز موندونکي ماشینونه او کمرې ځای پر ځای کړي.

درې تنو چې په خټه عرب وو، د زیارت مخ ته پر امنیتي ځواکونو حمله کړې وه چې د پولیسو په ډزو ووژل شول.

حرم شریف د مسلمانانو او یهودانو لپاره مقدس زیارت ګڼل کېږي.