د ترکیې په استانبول کې لسګونه زره کسانو لاریون کړی

لسګونه زره کسانو چې د ترکیې بیرغونه‌یې لاسونو کې وو پرون د ملي یووالي په لاریون کې چې په استانبول کې وشو، ګډون وکړ.

هغوی د تېر کال د ناکامې پوځي کودتا له کلیزې لمانځنه وکړه.

د ۲۰۱۶ میلادي کال د جولای په پنځلسمه د ترکیې اردو د دغه هېواد د رژيم د نسکورولو لپاره د کودتا هڅه وکړه، خو د عامو خلکو له مقاومت سره مخ شول او په نتیجه کې یې ۲۵۰ تنه چې په‌کې د کودتا ۳۵ طراحان شامل وو، ووژل شول او څه باندې ۲۰۰۰ نور ټپيان شول.

ترکي چارواکي تور پورې کوي چې په امریکا کې مېشت ترکی مذهبي مشر فتح‌الله ګولېن د ناکامې کودتا تر شا لاس لري، خو ښاغلي ګولېن په وار-وار دا تورونه بې‌ځایه بللي دي.