خلک: په ارزګان کې هوايي حملې درې ملکیان وژلي

د ارزګان مرکز ترینکوټ یو شمېر اوسېدونکي وايي د ترینکوټ اړوند مهراباد سیمه کې د نړیوالو ځواکونو په بمبار کې دوې تنې ښځې او یو ماشوم وژل شوي او درې ښځې او درې ماشومان يي ټپیان کړي دي.

د دغه وژل شویو او ټپیانو یو شمېر خپلوانو نن شنبه ازادي راډيو ته وویل چې نن شنبې غرمه ۱۱بجې رامنځته شوې ده.

دوی له دولت څخه غوښتنه کوي چې عاملین دي د قانون منګلو ته وسپاري او د ملکي خلکو ژوند ته دې جدي پاملرنه وکړي.

له دې سره د دغه ولایت د ولایتي روغتون مسؤلین وايي چې د پېښې له ځایه څخه دوی ته تر دامهاله درې ښځې او دوه ماشومان ور وړل شوي چې د یوه ماشوم روغتیايي حلات د اندېښنې وړ دی.

بهرنیو ځواکونو تر اوسه په دې تړوا څه نه دي ویلي.

خو د دغه ولایت امنیتي چارواکي په دي اړه ناخبري ښي او وايي چې دوی په دي اړه پلټنې کوي.