ځواک: افغان ځواکونو د ناوې ولسوالۍ په عملیاتو کې پرمختګ کړی

د هلمند چارواکي وایي، د ناوې ولسوالۍ د بېرته نیولو په عملیاتو کې یې یو شمېر سیمې له وسله والو مخالفینو نیولي دي.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک ازادي را‌ډ‌یو ته ویلي چې د ملي اردو په مشرۍ دغه عملیات چې نن سهار پیل شوي، دوام لري او له کوم قوي مقاومت سره نه دي مخامخ شوي.

ښاغلی ځواک وایي، ترهغو به عملیات دوام وکړي چې ټوله ولسوالۍ له وسله والو مخالفینو ونیسي.

په هلمند کي د ۲۱۵ میوند قول اردو قوماندان برید جنرال ولي محمد احمدزي رسنیو ته په استول شوي صوتي پیغام کي خلکو ته ویلي چې د عملیاتو پرمهال د کوره ونه ځي او د امنیتي سرتېرو سره د معلوماتو د شریکولو په برخه کې مرسته وکړي.

د هلمند د والي ویاند وایي، په بېلابېلو سیمو کې د طالبانو مرکزونه بمبارد شوي او د هغوی د تلفاتو خبره کوي خو طالبانو تراوسه په دې اړه تبصره نه ده کړې .

ناوه دلښکرګاه په جنوب کي یوه نږدي او مرکزي ولسوالیو څخه ده چې نهه میاشتې وړاندې د افغان ځواکونو څخه د یوې درنې جګړې په ترڅ کي وسله والو ونیوله.