ځواک: د هلمند د ناوې ولسوالۍ د بېرته نیولو عملیات پیل شوي

د هلمند په ناوې ولسوالۍ کې عملیات پیل شوي دي.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک ازادي راډیو ته وویل دغه عملیات يې نن سهار مهال پیل کړي دي او تر اوسه د معلوم مقاومت سره نه دي مخامخ شوي.

ځواک زیاته کړه د ملي اردو په مشرۍ روان عملیات به تر هغه دوم وکړي چې ولسوالۍ ونیول شي.

ځواک وايي، ډېر ژر به د ښيې حکومتدارۍ په موخه د ناوي ولسوال او نور ملکي مامورین هلته انتقال کړي.

د عملیاتو په ترڅ کې د تلفاتو په اړه څه نه دي ویل شوي.

په هلمند کې د ۲۱۵ میوند قول اردو قوماندان برید جنرال ولي محمد احمدزي رسنیو ته په استول شوي صوتي پیغام کې ویلي چې د عملیاتو پر مهال د کوره ونه ځي او د امنیتي سرتېرو سره د معلوماتو د شریکولو په برخه کې مرسته وکړي.

نوموړي زیاته کړه:

"له تاسو«خلکو» نه زموږ غوښتنه داده چې د خپلو امنیتي سرتېرو سره مرسته وکړئ، ترڅو سیمې په مکمل ډول له مخالفینو څخه تصفیه شي، زموږ غوښتنه له خلکو نه داده چې د عملیاتو پرمهال خپل ځانونه خوندي وساتي."

وسله والو طالبانو تر دامهاله د دې عملیاتو په اړه تبصره نه ده کړې.

  • پخواني معلومات

د هلمند په ناوې ولسوالۍ کې عملیات پیل شوي دي.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک ازادي راډیو ته وویل دغه عملیات يې نن شنبې سهار مهال پیل کړي دي او تراوسه د معلوم مقاومت سره نه دي مخامخ شوي.

ځواک زیاته کړه چې د ملي اردو په مشرۍ روان عملیات به تر هغه دوم وکړي چې ولسوالۍ ونیول شي.

ځواک وايي، ډېر ژر به دښيې حکومتدارۍ په موخه د ناوې ولسوال او نور ملکي مامورین هلته انتقال کړي.

د عملیاتو په ترڅک کي د تلفاتو په اړه څه نه دي ویل شوي.

وسله والو طالبانو هم تر اوسه په دې اړه څرګندوني نه دي کړي.

ناوه د لښکرګاه په جنوب کې یوه نېږدي او مرکزي ولسوالیو څخه ده چې نهه میاشتې وړاندې د افغان ځواکونو څخه د یوې درنې جګړې په ترڅ کې وسله والو ونیوله.