پنټاګون: په افغانستان کې د داعش ډلې مشر ابوسید وژل شوی

د امریکا دفاع وزارت پرون جمعه خبر ورکړ چې په افغانستان کې د داعش مشر، ابو سید ووژل شو.

ابوسید په افغانستان کې د داعش د څانګې د خراسان ولایت مشر و.

هغه په کونړ کې، په هوايي عملیاتو کې وژل شوی دی.

د امریکا ددفاع وزارت ویاندې دانا وایټ پرون وویل:

"امریکايي ځواکونو د تېرې سې شنبې په ورځ په عراق او سوریې کې د اسلامي دولت یا داعش - د خراسان ولایت امیر ابو سید، د دې ډلې پر مرکز په هوايي حمله کې ووژل."

مېرمن وايټ زیاته کړه چې په دې هوايي حمله کې د داعش نور وسله وال هم وژل شوي چې په افغانستان کې د فعالیتونو د زیاتولو لپاره به د دې ډلې پلانونو ته سخته ضربه ورکړي.

په افغانستان کې د داعش د وسله والو یو مشر حافظ سعید، یوکال کې مخکې د افغان او امریکايي ځواکونو په ګډو عملیاتو کې ووژل شو.

د روان کال په پسرلي کې د دې ډلې بل مشر عبدالحسیب هم په ورته عملیاتو کې ووژل شو.

د عبدالحسیب تر وژل کېدو وروسته، داعش ابو سید په افغانستان کې د خپلو وسله والو مشر ټاکلی و.

د امریکا د دفاع وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې امریکايي او افغان ځواکونو د روان کال د مارچ په میاشت کې د داعش پر ضد ګډ عملیات پیل کړل چې هدف یې له ننګرهاره د دې ډلې ایستل او هغوی ته د دې پیغام ورکول و چې وسله وال يې په افغانستان کې هېڅ ډول پناه ځای نه لري.

د امریکا د دفاع وزارت د دې اعلامیې په اړه دافغانستان د دفاع وزارت غبرګون لا نه دی څرګند شوی.