په کندهار کې د پولیو یا ګوزڼ نوې پېښه ثبت شوې

په کندهار کې د پولیو یا ګوزڼ نوې پېښه ثبت شوې ده.

د افغانستان په عامې روغتیا وزارت کې، د پولیو ضد کمپاین غړي، ډاکټر هدایت الله ستانکزي د جرمني خبري اژانس ته ویلي چې د اتلسو میاشتو یو کوچنی د کندهار په شاولي کوټ ولسوالۍ کې ګوزڼ وهلی دی.

د هغه په وینا چې وسله والو طالبانو د کندهار په شاولي کوټ، خاکریز، میانشین او سپین بولدک ولسواليو کې د پولیو ضد پر روغتيايي کمپاینونو بندیز لګولی دی.

په افغانستان کې د پولیوضد ملي کمپاین مشر نجیب الله صافي ویلي چې وسله والو طالبانو غوښتنه کړې وه چې د حکومتي مامورینو پرځای، د هغوی له لوري معرفي شوي خلک د واکسین په کمپاین کې مقرر کړي.

له بله پلوه، ډاکټر ستانکزي پرون جمعه د جرمني خبري اژانس ته ویلي چې یولک اوشل زره ماشومان سږکال په افغانستان کې د پولیو ضد واکسین له کمپاینه پاتې شوي دي.