عبدالله: له ترورېزم سره مبارزې برخه کې لوی مسؤلیت پر افغانستان اچول شوی

د افغانستان اجرائیه رئیس وايي له ترورېزم سره د مبارزې په برخه کې یو دروند پیټی په افغانانو اچول شوی دی.

عبدالله عبدالله وویل د منځنۍ اسیا هېوادونه چې ځینې اتباع یې په افغانستان کې د فعالو تروریستي شبکو غړي دي له ترورېزم سره د مبارزې په برخه کې افغانستان تر ډېره یوازې پرېښی دی.

عبدالله عبدالله دا خبرې د جمعې په ورځ په بامیان کې د افغانستان او منځنۍ اسیا هېوادونو د ګډو خبرو څلورم دور کنفرانس په پیل کې وکړې.

عبدالله:په دې تروریستي شبکو کې له ټولې سیمې خلک شامل دي.

ښاغلي عبدالله وویل:

"په دې تروریستي شبکو کې له ټولې سیمې خلک شامل دي، په اقتصادي او فرهنګي چارو کې همکارۍ ښې دي، له ترورېزم او تروریستي شبکو سره د مبارزې په برخه کې فکر کوم د دې کار یو دروند مسؤلیت د افغانانو په اوږو ایښودل شوی دی."

د افغانستان اجرائیه رئیس ښاغلي عبدالله وویل چې له ترورېزم سره په جګړه کې افغانانو ډېره قرباني ورکړې او د ده په خبره که یوازې د وروستیو څو اوونیو پېښو او حملو ته وکتل شي دا په ډاګه کوي چې افغانان څومره له دې پدیدي ځورېږي.

له ترورېزم سره د مبارزې په برخه کې په داسې حال د عبدالله عبدالله په خبره زیات مسؤلیت په افغانانو اړول شوی چې د رپوټونو له مخې امریکايي مقاماتو ویلي روسیې له افغان وسله والو طالبانو سره مرسته کړې او هغوی ته یې تجهیزات ورکړي دي.

روسیې دا خبره رد کړې ده.

د منځنۍ اسیا د ځینو هېوادونو له مشرانو سره ولسمشر اشرف غني د شانګهای سازمان په وروستۍ سرمشریزه کې چې په استانه کې وشوه له ترورېزم او مخدره موادو سره په مبارزې هم خبرې وکړې.

اوس دلته په افغانستان کې د افغانستان او منځنۍ اسیا هېوادونو د خبرو اترو څلورم ګډ کنفرانس په بامیان کې جوړ شوی دی او دوې ورځې دوام کوي.

دغه کنفرانس چی د افغانستان د ستراتیژیکو مطالعاتو د مرکز انستیتیوت لخوا جوړ شوی د شاوخوا شلو هېوادونو استازي، شننونکي او پوهان پکی ټول شوي دي.

ښاغلي عبدالله نن دغه څرګندونې په بامیانو کې یوه کنفرانس ته کولې.

ښاغلي عبدالله هیله وښوده چې د دغه کنفرانس ګډونوال د سیمې هېوادونو ته روښانه پیغام ورکړي او هغوی راوبولي څو له ترورېزم سره د مبارزې په برخه کې له افغانستان سره لازمه همکاري وکړي.

نوموړي زیاته کړه:

"که څوک له قفقازه دلته له موږ سره په افغانستان کې جنګ کوي، هغه دلته په افغانستان کې څه دعوا لري؟ د هغه دعوا بل ځای ده، همداسې له ټولې سیمې، نو زموږ هیله ده کوم پوهان چې له سیمې راغلي په خپلو ټولنو کې د چارواکو په منځ کې په روښانه توګه د دې ټولې سیمې په استازیتوب دا بحث مطرح کړي."

د رپوټونو په اساس:

د ازبکستان ځینې اتباع چې د تحریک اسلامي غړي دي

رادمنش: د طالبانو او داعش د ځپلو په هدف ۲۱ پوځي عملیات روان دي

ځینې چیچنیان او د قفقاز حوزې خلک

د سرپل والي وايي نړېوالې تروریستي ډلې سرپل کې ځواکونه جذبوي

کاموال: بهرني جنګیالي کندز کې د قرارګاه جوړولو هڅې کوي

په احتمال سره تاجکان او ایغوریان

د زابل والي: داعش د زابل څو ولسوالیو کې مجهز مرکزونه جوړ کړي

له افغان پوځیانو سره په جګړه کې د وسله والو طالبانو او داعش جنګیالیو ملا تړلې ده.

د زابل والي: بهرنيو جنګياليو کې د لشکر جهنګوي غړي هم شامل دي

د ازبکستان اسلامي تحریک د ګوند اکثر غړي د داعش یا اسلامي دولت ډلې له فعالو کسانو څخه دي او د سیمه ییزو مقاماتو د خبرو په اساس ان له خپلو کورنیو سره په زابل او نورو سیمو کې مېشت شوي هم دي.

راپور: صفي الله ستانکزی