دفاع وزارت: په تېرو۲۴ساعتونو کې۲۵ وسله وال مخالفین وژل شوي

د افغانستان دفاع وزارت وايي په تېرو څلوریشتو ساعتونو کې د افغان پوځیانو په ګډو عملیاتو کې ۲۵ وسله وال مخالفین چې څلور یې د داعش غړي دي وژل شوي.

دفاع وزارت نن په یوه بیان کې ویلي چې دا عملیات د افغان هوايي پوځیانو په ملاتړ په ننګرهار،کونړ،کاپیسا،پکتیکا،خوست،لوګر،کندهار،ارزګان،کندز،فاریاب،تخار او هلمند کې شوي دي.

په بیان کې راغلي چې ۲۰ نور مخالفین په دې عملیاتو کې ټپیان هم دي.

وسله والو مخالفینو تر اوسه پورې د ور اوښتې مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي.