نېشنل انټرسټ: افغانستان کې جګړه له لاسه نه ده تللې

بېلابېلو غربي مطبوعاتو د افغانستان په اړه لیکنې کړې دي چې له هغې ډلې د وار اېن د راکس امریکايي خپرونې او نېشنل انټرسټ خپرونې مطالب جالبه دي.

وار اېن د راکس War on the Rocks امریکايي خپرونې د یوه امریکايي څېړونکي بارنټ روبین مقاله چې عنوان یې "افغانستان او د اکمالاتي کرښو جوړول" دی خپره کړې ده.

په دې مقاله کې راغلي چې په وچې محدود افغانستان ته د لاس رسي ټولې لارې ټرانزيټي دي چې په پاکستان، ایران او روسیې تیریږي او د ډونالډ ټرمپ د ادارې او کانګرس په نظر دا ټولې لارې په یو وخت له ستونزو سره مخ دي.

د بارنټ روبین په لیکنه کې راغلي چې د دې لارو یوازینۍ بدیل لار هغه ده چې له شمال غرب نه افغانستان له ترکیې سره وصلوي او د منځنۍ اسیا هېوادونو، قفقاز او تور سمندرګي نه تیریږي.

دا لار هم لازم ظرفیتونه نه لري او د روسیې او ایران د فشارونو په خاطر زیانمنونکې ده.

وار ان د راکس وايي، د افغانستان نا مناسبه ځای د امریکا د بې حده ځان غوښتنې په وړاندې موانع رامنځته کړي دي.

په لیکنه کې دا هم راغلي پرته له دې چې د امریکا ولسمشر څومره غواړي امریکا غوره او لویه کړي خو ډونالډ ټرمپ به د خاورو په سر جنګ ونه ګټي.

پوځي اکمالاتي لارو د سیاسي کړکېچونو په وړاندې خپله زیانمنونکې حالت ثابت کړی دی.

په ۲۰۱۱میلادي او ۲۰۱۲ میلادي کلونو کې وروسته له هغه چې ۲۸ پاکستاني عسکر په دوه پوستو کې له افغانستان سره په پوله کې ووژل شول پاکستان د امریکايي پوځيانو پر مخ ځمکنۍ پوځي ټرانزیټي لار د اتو میاشتو لپاره وتړله.

بارنټ روبین لیکلي چې که امریکا متحده ایالتونو د ډیورنډ کرښې هاخوا د طالبانو په پټنځایونو حملې زیاتې کړي د ځمکني ټرانزیټ د بندیدو مسئله به بیا راپورته شي.

وار ان د راکس د روبین په حواله دا هم لیکلي چې امریکا په افغانستان کې دواړه کارونه نه شي کولای همدا چې افغانستان با ثباته کړي او هم هلته دایمي پوځي حضور ولري.

نېشنل انټرسټ امریکايي خپرونې بیا د "په افغانستان کې جګړه له لاسه نه ده تللې" په نوم مقاله لیکلې:

په مقاله کې راغلي افغانستان ته د امریکا له خوا د پوځیانو د استولو په ۲۰۱۶م کال د دغه هېواد پوځي قوماندانان د افغانستان جګړه په ولاړ حالت بولي.

د امریکا متحده ایالتونو جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ ادارې د سټراټیژۍ په اړه جدي بیا کتنه پیل کړې ده او پنټاګون د امریکا دفاع وزارت په افغانستان کې د دېره ۸۴۰۰ امریکایي سرتیرو د شمېر د زیاتولو په لټه کې دی.

د نېشنل انټرسټ په لیکنه کې راغلي چې افغانستان ته د زیات شمېر امریکايي سرتېرو لېږل به د دغه هېواد هدفونو پوره کړي خو که د دغو سرتېرو استول د یوې لویې او اغېزمنې سټراټيژۍ یوه برخه وي د دې کار لپاره د ټرانزیټي لارو د بدلون اړتیا لیدل کېږي.