د امریکا د بهرنیو چارو وزیر له کوېټ څخه قطر ته ولاړ

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر رکس ټېلرسن له کوېټ څخه قطر ته ولاړ.

ټېلرسن پرون د سعودي عربستان له جدې ښاره کوېټ ته ولاړ.

ده په جده کې د کوربه هېواد، بحرین او عربي متحده اماراتو د بهرنیو چارو له وزیرانو او د عربستان له پاچا سلمان بن عبدالعزیز سره خبرې وکړې.

ټېلرسن غواړي چې د دغو درېیو عربي هېوادونو په ګډون د ځینو نورو هېوادونو او قطر روابط بېرته عادي شي.

سعودي عربستان، عربي متحده اماراتو، بحرین او مصر تور پورې کړی دی چې قطر له ترهګرو سره روابط لري او له ایران سره‌یې اړیکې ډېرې نېږدې دي.

دغو هېوادونو پر قطر یو لړ بندیزونه لګولي دي.

قطر دا تورونه رد کړي دي چې له ترورېستانو سره روابط لري.