لوګر کې د ۴۵ میلیونه افغانیو په لګښت یو جمنازیم جوړ شو

د لوګر په مرکز پل علم کې د ۴۵ میلیونه افغانیو په لګښت یو لوی سپورټي جمنازیم جوړ شو.

د لوګر والي محمد حلیم فدایي ازادي راډیو ته وویل:

"د ۵۰۰ نندارچیانو په ظرفیت، یو ستر عصري مجهز دوه منزله جمنازیم د ۴۵ میلیونه افغانیو په لګښت سر له ننه ګټې اخیستنې ته وسپارل شو."

دا جمنازیم د دوو کلونو په موده کې په یو نیم جریب ځمکه باندې جوړ شوی دی.