امریکا او قطر د ترهګرۍ ضد مبارزې یو هوکړه‌لیک لاسلیک کړی

د امریکا متحده ایالاتو او قطر د ترهګرۍ او د ترهګرۍ د مالي سرچینو پر ضد د مبارزې په اړه یو هوکړه‌لیک لاسلیک کړی دی.

دا هوکړه‌لیک قطر ته د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر رکس ټېلرسن د سفر په ترڅ کې لاسلیک شوی دی.

دا خبره د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر سلاکار «ار. سي هامونډ» خبریالانو ته کړې ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر رکس ټېلرسن خپله پرون سې شنبه په دوحه کې خبریالانو ته وویل:

"زه نن دلته په قطر کې له هماغې روحیې سره یم چې د مې په میاشت کې په کومه روحیه ولسمشر ټرمپ ریاض ته سفر کړی و، د امریکا متحده ایالات یو هدف لري او هغه دا چې ترهګري د ځمکې له مخ ورکه کړي."

د رکس ټېلرسن سلاکار ښاغلی هامونډ وايي، متحده ایالاتو او قطر په خپلو کې یو داسې تفاهم‌لیک لاسلیک کړ چې په‌کې د ترهګرۍ پر ضد د قطر د راتلونکې مبارزې پیاوړتیا او د ترهګرۍ د مالي سرچینو مسئلو ته پام اړول په ګوته شوي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر رکس ټېلرسن دا مهال په خلیج کې دی او هڅه کوي دغلته د قطر او نورو عربي هېوادونو تر منځ وروستی کړکېچ هوار کړي.

له قطر سره د یو شمېر عربي هېوادونو کړکېچ تېره میاشت هغه مهال راپورته شوی چې د سعودي عربستان په مشرۍ څو هېوادونو له قطر سره ټولې اړیکې پرې کړې او پر دې هېواد یې بندیزونه ولګول.

دا هېوادونه په قطر تور پورې کوي چې د سخت دریځو ډلو او د سعودي عربستان له سیمه‎ییز سیال ایران سره اړیکې لري.