لارنس: افغان حکومت دې د دوستم قضیه پرته له کوم سیاسي فشاره وڅېړي

په کابل کې د امریکا شارژدافیر هوګو لارنس پر افغان حکومت غږ کړی چې د ولسمشر پر لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم د لګېدلو تورونو د عدلي څېړنې په برخه کې دې تر هېڅ ډول سیاسي فشار لاندې نه‌راځي او په دې برخه کې دې عدالت پلی کړي.

هوګو لارنس د سې شنبې په ورځ د امریکا په سفارت کې خبریالانو ته وویل، دا یوه جدي حقوقي قضیه ده او هغه هڅې چې دې قضيې ته سیاسي او یا قومي رنګ ورکوي، په افغانستان کې د قانون د حاکمیت او سولې د ټینګښت په زیان دي.

نوموړي زیاته کړه:

"زه باور لرم چې افغان چارواکي باید عدالت تأمین کړي او تر هېڅ ډول سیاسي فشار لاندې رانه‎شي."

د افغانستان لویه څارنوالي له تېرو څو میاشتو راهیسې د جوزجان د پخواني والي احمد اېشچي د هغو ادعاوو په اړه څېړنې کوي چې وايي د ولسمشر لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم او ساتونکو یې شکنجه کړی او په جنسي توګه‌یې ځورولی دی.

عبدالرشید دوستم ته نېږدې کسانو پر نوموړي لګېدلي تورونه پرله‎پسې رد کړي.

د تېرې جمعې په ورځ ارګ په یوه بیان کې له عدلي او قضايي ادارو وغوښتل چې ژر تر ژره دې دا قضیه سپینه کړي.