د دوستم او اېشچي د قضیې د سیاسي یا قومي کولو په اړه د امریکا سفارت خبرداری!

په کابل کې د امریکا سفارت چارواکي وايي، د ولسمشر پر لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم لګېدلي تورونه یوه جدي حقوقي قضیه ده او که څوک دې قضيې ته سیاسي او یا قومي رنګ ورکوي، دا په افغانستان کې د قانون د حاکمیت په زیان تمامېږي.

کابل کې د امریکا د متحده ایالاتو د سفارت شارژدافیر هوګو لارنس وايي، د امریکا حکومت، نړیواله ټولنه او د افغانستان خلک، د ولسمشر د لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم او د هغه د همکارانو په اړه د لګېدلو تورونو په قضیه کې د جدي څېړنې د دوام او د ممکنه قانوني اقداماتو ملاتړ کوي.

لارنس دا څرګندونې د سې شنبې په ورځ په کابل کې د امریکا په سفارت کې د نشه‎یي توکو پر ضد د مبارزې او د قانون د ټینګښت په نړیواله اداره کې د دې هېواد د بهرنیو چارو وزیر د مرستیال ویلیم برون فیلډ له خبري غونډې وروسته خبریالانو ته وکړې.

کابل کې د امریکا د سفارت شارژدافیر هوګو لارنس

د ولسمشر پر لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم تېر کال د جوزجان پخواني والي احمد اېشچي تور پورې کړ چې شکنجه کړی او په جنسي توګه‌یې ځورولی دی.

خپله عبدالرشید دوستم او ورته نېږدې کسانو دا تورونه رد کړي دي.

د افغانستان لویه څارنوالي له اوږدې مودې راهیسې د دې قضیې په اړه څېړنې کوي، خو په دې برخه کې تر اوسه عدلي او قضايي ادارو وروستۍ پرېکړه نه‎ده کړې.

په کابل کې د امریکا شارژدافیر هوګو لارنس د سې شنبې په ورځ وویل:

"د لومړي مرستیال ښاغلي دوستم پر خلاف د جنسي تېري په‌شمول لګېدلي تورونه ډېر جدي دي او د افغانستان د اسلامي جمهوریت د لوی څارنوال او نورو قضايي چارواکو له‌خوا جدي ارزونې ته اړتیا لري."

د امریکا شارژدافیر دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې په دې وروستیو کې په ترکیه کې د افغانستان د اسلامي جمعیت د ګوند د ځینو مشرانو او ښاغلي دوستم د لیدنو کتنو او د یو سیاسي ائتلاف د رامنځته کولو په اړه راپورونه خپاره شول.

په کابل کې د امریکا شارژدافیر وايي، پر ښاغلي دوستم د لګېدلي تورونو په اړه روانه حقوقي پروسه د افغانستان د دولت د هغو هڅو څرګندونه کوي چې د قانون حاکمیت وساتي، د معافیت پر ضد مبارزه وکړي او د افغانستان خلکو او ټولې نړۍ ته دا پیغام ورسوي چې په افغانستان کې هېڅ‌څوک له قانونه پورته نه‎دی.

هوګو لارنس زیاته کړه چې په عین حال کې د ولسمشر مرستیال ښاغلی دوستم هم د افغانستان د بل هر وګړي په څېر حق لري چې که مجرم نه‎وي پرې لګېدلي تورونه لیرې کړل شي.

هوګو لارنس د دې قضیې د سیاسي یا قومي کولو په اړه هم خبرداری ورکړ:

"دا یوه جدي حقوقي مسئله ده. ټولې هغه هڅې چې دا قضیه سیاسي کوي او یا یې د قومي ترینګلتیا لپاره کاروي، دا په افغانستان کې د قانون د حاکمیت، سولې او ثبات په زیان دي."

نوموړي وویل، زما په باور افغان چارواکي باید یوازې عدالت پلي کولو ته دوام ورکړي او تر هېڅ ډول سیاسي فشار لاندې رانه‌شي.

د امریکا شارژدافیر دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې د تېرې جمعې په ورځ ارګ په یو بیان کې وویل چې عدلي او قضايي ارګانونه او لویه څارنوالي باید ژر تر ژره د ولسمشر د لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم قضیه پای ته ورسوي.

د ولسمشر مرستیال ویاند نجیب‎الله ازاد په دې اړه ازادي راډيو ته وویل چې که په دې څېړنو کې ښاغلی دوستم بې‌ګناه ثابت شي خپلې دندې ته به ادامه ورکوي.

ښاغلی دوستم له تېر یو کال راهیسې خپلې دندې ته نه‎دی تللی.

ارګ: اړوند ارګانونه دې د دوستم او اېشچي قضیه ژر یو طرفه کړي

د ملي جنبش ګوند ویاند بشیر احمد ته‎ینج بیا د جمعې په ورځ ازادي راډيو سره په خبرو کې یو وار بیا پر ښاغلي دوستم لګېدلي تورونه رد کړل او ویې‌ویل چې عدلي او قضايي ارګانونه باید د دې تورونو په اړه سیاسي پرېکړه ونه‎کړي.