روسیه د امریکا د تېرکال د ډسمبر د اقدام په وړاندې پر اقدام غور کوي

روسیې د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې مسکو پر دې غور کوي چې د متحدو ایالتونو د ۲۰۱۶ مېلادي کال د ډسمبر د میاشتې د اقداماتو پر وړاندې اقدام وکړي.

هغه وخت د امریکا د پخواني ولسمشر بارک اوباما د پرېکړې له‎مخې ۳۵ روسي ډېپلوماتان له متحدو ایالتونو ایستل شوي او د روسیې د حکومت تر کنټرول لاندې دوه ځایونه تړل شوي وو.

اوباما دغه بندیزونه وروسته تر دې لګولي وو چې د امریکا د استخباراتو چارواکو دا موندلې وه چې روسیې د ۲۰۱۶ کال د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د جمهوري غوښتونکو په ګټه د نفوذ هڅه کړې ده.

سرګې لاوروف چې نن د سې شنبې په ورځ یې په اتریش کې څرګندونې کولې وویل چې دوی د مشخصو اقداماتو په کولو غور کوي خو نور جزیات یې ورنه‎کړل.

د روسیې ایزوېستیا ورځپاڼې د روسیې په بهرنیو چارو وزارت کې د یوه چارواکي له قوله چې نوم یې پټ ساتل شوی، ویلي چې له روسیې د ۳۰ امریکایي ډیپلوماتانو پر ایستلو او په روسیه کې د متحدو ایالتونو د یو شمېر ملکیتونو پر ضبطولو غور کېږي.