رامي: ابوبکر البغدادي په سوریه کې وژل شوی دی

د سوریې د بشري حقونو د څار ټولنه وایي، د اسلامي دولت ډلې یا داعش له سرچینو یې تائید شوي معلومات ترلاسه کړي چې وایي، د دې ډلې مشر ابوبکرالبغدادي وژل شوی دی.

د لندن له دفتره د دې ټولنې مشر رامي عبدالرحمن په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې بغدادي د سوریې په ختیځ دیرالزور ولایت کې مړشوی دی.

هغه په دې اړه چې بغدادي کله او په څه ډول مړشوی څه نه دي ویلي.

خو عراقي السومیرا ټلوېزیون نن د ورځې په پیل کې د داعش د یوې سرچینې په حواله خبر ورکړ چې د بغدادي مړینه یې تائید کړې ده.

یوه میاشت مخکې د روسیې دفاع وزارت اعلان کړی وچې دوی ګومان کوي بغدادي به د می په ۲۸ رقه ښارته نېږدې په یوه هوایي برید کې وژل شوی وي.

پنټاګون تراوسه د بغدادي د مړینې راپورونه نه دي تائید کړي.