غني: د افغانستان جغرافیوي موقعیت باید له زندانه په یو لوی فرصت بدل شي

افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، د افغانستان موقعیت سره‎ زر دی او دا هېواد باید په يو ستر اقتصادي مرکز بدل شي.

ښاغلي غني زیاته کړه چې د مرکزي اسیا هېوادونه د افغانستان په راتلونکي باوري دي او ګڼ شمېر پروژې اوس‌مهال د پلي کېدو په حال کې دي.

ولسمشر غني په ټینګار سره وویل چې د افغانستان له طلايي موقعیت څخه باید د يوې عایداتي سرچینې په توګه استفاده وشي.

افغان ولسمشر د سې شنبې په ورځ په ارګ کې يوې خبري ناستې ته وویل چې د مرکزي اسیا زیاتره هېوادونه لېواله دي چې له افغانستان سره خپله سوداګري پراخه کړي.

اشرف غني د ټاپي پروژې په برخه کې د پرمختګونو خبره وکړه او د ورته نورو پروژو په تړاو يې د مذکراتو په اړه هم له رسنیو سره معلومات شریک کړل.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د سفر په حال کې

محمد اشرف غني زیاته کړه:

"د افغانستان موقعیت سره زر دی، زما وروستي سفرونه چې قزاقستان، ترکمنستان او تاجکستان ته مې لرل او په راتلونکي کې چې کوم سفر ازبکستان ته لرم، په اقتصادي لحاظ ډېر مهم دي چې د افغانستان جغرافیوي موقعیت به له زندانه په يو لوی فرصت بدل کړي."

ولسمشر د افغانستان او چین ترمنځ د اوسپنې پټلۍ د جوړېدو خبره هم وکړه او ویې‌ویل چې د نوموړي د وروستیو سفرونو پایلې به لومړی د بدخشان، تخار، کندز، بلخ، جوزجان، فاریاب، بادغیس او هرات خلک احساس کړي.

په تېرو څو کلونو کې د افغانستان حکومت تر ډېره دا هڅه کړې چې د نویو ترانزیټـي لارو او هوايي دهلېزونو په پرانیستلو سره، د پاکستان له انحصاره ځان خلاص کړي چې د اقینې او چا‎بهار بندرونو او له هند سره د هوايي دهلېز جوړېدل‌يې ښې بېلګې دي.

ښاغلي غني په نېږدې راتلونکي کې ازبکستان ته هم د خپل سفر په اړه خبر ورکړ او ویې‌ویل چې له دغه هېواد سره به هم د اوسپنې پټلۍ د غځولو په اړه هوکړه وکړي.

محد اشرف غني

ښاغلي غني وویل:

"کوم سفر چې ابکستان ته لرم، د اوسپنې د پټلۍ پرانیستل په بنیادي ډول په‌کې شامل دی او ښاغلي میر ضیایف، ښاغلي محمدوف او ښاغلي رحمان زموږ شریکان دي، په دې اساس د کار اغېز د افغانستان په شمال کې چې لومړۍ نقطه ده، محدود نه‌پاتې کېږي او افغانستان شموله ده."

له دې وړاندې ولسمشر محمد اشرف غني قزاقستان، ترکمنستان او تاجکستان ته هم سفرونه درلودل چې د يادو هېوادونو له مشرانو سره‌یې يو شمېر اقتصادي هوکړه‌لیکونه هم لاسلیک کړي دي.

ښاغلي غني وویل چې د منځنۍ اسیا هېوادونه د افغانستان راتلونکي ته باوري دي او چمتو دي چې د برېښنا د توليد او لېږد په برخه کې له افغانستان سره همکاري وکړي.

افغان ولسمشر د کنړ او کجکي په بندونو د پانګونې خبره هم وکړه.

دا په داسې حال کې ده چې د ایران ولسمشر حسن روحاني په افغانستان کې د اوبو د بندونو په جوړېدو اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې په دې تړاو بې‎تفاوته نه‌شي پاتې کېدای.

خو افغان ولسمشر په افغانستان کې د اوبو د بندونو په جوړولو او د اوبو په کنټرول ټینګار کړی او دا يې د افغانستان عزت ګڼلی دی.

راپور: واصل وصال