م. م: په روان میلادي کال کې کابو ۱۵۰ زره کسان له خپلو سیمو بې‌ځایه شوي

د ملګرو ملتونو یوه راپور ښودلې چې روان کال په افغانستان کې نېږدې ۱۵۰ زره کسان د ناامنیو له کبله له خپلو کورونو بې‌ځایه شوي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر وایي، د روان ۲۰۱۷ میلادي کال له پیله تر اوسه په افغانستان کې د بېځایه شویو کسانو شمېر ۱۴۶ زره او ۴۰۰ ته رسېږي.

دغه اداره وایي، دا شمېره د تېر کال د جولای تر نیمایي پورې چې څه باندې ۱۹۵ زره کسان بې‌ځایه شوي وو، ۲۵ فیصده کموالی ښیي.

بل‌خوا د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وایي، د روان میلادي کال له پیله په افغانستان کې دننه د بې‌ځایه شویو کورنیو شمېر د ملګرو ملتونو د ادارې تر شمېرو دوه برابره ډېر دی.

حفیظ احمد میاخېل

د دغه وزارت مطبوعاتي سلاکار حفیظ احمد میاخېل نن سې شنبه له ازادي راډیو سره په خبرو کې د دغو بې‌ځایه شویو کورنیو د شمېر په اړه وویل:

"زموږ ارقام ښیي چې د روان کال له پیله تر اوسه ۴۱۴۹۶ کورنۍ چې مجموعاً ۲۴۸۹۷۶ تنه کېږي د جګړو، نا امنیو او طبیعي پېښو له کبله بې‌ځایه شوي دي او له دې ډلې ۹۵۴۵ کورنۍ چې تقریباً ۵۷۰۰۰ تنه کېږي، بېرته خپلو کورنیو ته ستانه شوي دي."

ښاغلي میاخېل د دې توپیر دلیل دا وښود چې د ملګرو ملتونو ادارې د هغو کسانو نومونه لیکلي چې دوی مرستې ورسره کوي او یا هم لاسرسی ورته لري.

د ده په خبره د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د دغه هېواد په ټولو ولایتونو کې دفترونه لري او کولای شي د ټولو بې‌ځایه شویو شمېر واخلي.

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې ډېری بې‌ځایه شوي د افغانستان په کندز، هلمند، ننګرهار، بغلان، فاریاب، سرپل او ارزګان ولایتونو کې دي.

په هرات کې بې‌ځایه شوې کورنۍ.

د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت اوس په دوو برخو کې له دغو کورنیو سره مرستې کوي چې د ښاغلي میاخېل په خبره هم بې‌ځایه شویو ته خوراکي مواد رسول کېږي او هم له هغوی سره مرسته کېږي چې دا کورنۍ وکولای شي بېرته خپلو سیمو ته ولاړ شي.