ټېلرسن عربي هېوادونو کې د کړکېچ کمولو په هدف کوېټ ته رسېدلی

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټېلرسن د قطر او یو شمېر نورو عربي هېوادونو تر منځ د کړکېچ د کمولو په هدف کوېټ ته رسېدلی دی.

کوېټ په دغه کړکېچ کې چې تېره میاشت پر قطر د سعودي‎عربستان، متحده عربي اماراتو، بحرین او مصر د بندیزونو لګولو له امله را پورته شوی منځګړیتوب کوي.

دغو هېوادونو قطر له سخت دریځو اسلامي ډلو او سیمه‎ییز سیال ایران سره د اړیکو په لرلو تورن کړی او ټولې اړیکې یې ور سره شلولي دي.

ټېلرسن چې په دوه ورځني سفر د دوشنبې په ورځ کوېټ ته رسېدلی، د خبرو لپاره به د کوېټ، قطر او سعودي‎عربستان تر منځ تګ راتګ کوي.

هغه د دغه کړکېچ د هواري د ګډو هڅو په ترڅ کې د قطر له امیر شېخ صباح‎الاحمد الصباح او د دغه هېواد د بهرنیو چارو له وزیر شېخ صباح خالد الصباح سره وکتل.

سعودي‎عربستان او قطر دواړه په سیمه کې د متحدوایالتو مهم متحدین دي او قطر هم په سیمه کې د امریکا د یوې لوېې پوځي اډې کوربه دی چې شااوخوا ۱۱ زره امریکایي پوځیان په‎کې دېره دي.