عبار: پاکستان به د ډیورنډ کرښې عملیاتو کې صداقت وښيي؟

د یو شمېر سیاسي ګوندونو او د مدني ټولنو مسؤلینو نن په کابل کې په یوه غونډه کې د ډیورنډ د کرښې په دواړو غاړو کې د افغان او پاکستاني ځواکونو همغږي عملیات هله مؤثر وګڼل چې د دوی په وینا پاکستان له زړه دغه عملیات وکړي او امریکایي یې هم کلکه څارنه وکړي.

د افغانستان د واحد ګوند مشر محمد عمر عیار په دې اړه وویل:

"ایا د پاکستان حکومت به په دغو عملیاتو کې صداقت او ریښتینولي وښيي او که بیا به هم وخت تېروي. همدارنګه نړیواله ټولنه به څومره د دغو عملیاتو د څارنې په برخه کې صادقه وي؟"

د غونډې ګډونوالو دغه راز د افغانستان پر سیندونو د بندونو جوړول د افغانستان حق وباله او په دې اړه یې د ایران د ولسمشر حسن روحاني وروستۍ څرګندونې چې ویلي یې دي هېواد به یې په افغانستان کې د اوبو بندونو د جوړولو په اړه بې تفاوته پاتې نه شي، بې ځایه وبللې.