م.م: ۱۵۰ زره کسان افغانستان کې جګړو بې ځایه کړي دي

ملګري ملتونه وایي چې د روان کال له پیل راهیسې نېژدې ۱۵۰ زره کسان په افغانستان کې د جګړو له امله له خپلو سیمو بې ځایه شوي دي.

په هغه رپوټ کې چې ملګرو ملتونو نن خپور کړی د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږي د دفتر په حواله ویل شوي چې ټول ټال ۱۴۶ زره او۴۰۰ کسان له خپلو سیمو بې ځایه شوي چې دا د تېر ۲۰۱۶ میلادي کال د همدې کال په پرتله په سلو کې ۲۵ کموالی دی.

تېر کال د جولای د میاشتې تر نیمایي پورې ۱۹۶زره ۱۱۲ کسان بې ځایه شوي و.

ملګري ملتونه وایي چې که څه هم د هېواد له اکثرو برخو خلک په زوره خپلو مېنو پریښودو ته اړ کړای شوي خو اکثره بې ځایه شوي د شمالي ولایتونو دي چې په سلو کې ۴۳ برخه جوړوي.

اټکل کېږي چې د بې ځایه شوېو شمېر به زیات شي ځکه یوازې تېره اوونۍ په کندز کې د جګړو له امله نور ۱۴ زره کسان له خپلو سیمو بې ځایه شول.

تېر کال ټول ۶۶۰ زره ۶۰۰ کسان له خپلو سیمو بې ځایه شوي وو او سږ کال ملګرو ملتونو اټکل کړی چې د کال تر پایه به ۴۵۰ زره کسان په هېواد کې دننه بې ځایه شي.