غني: افغانستان تل پاتې سولې ته اړتیا لري، نه مؤقتي سولې ته

افغان ولسمشر وایي، افغانستان تل پاتې سولې ته اړتیا لري، نه مؤقتي سولې ته.

اشرف غني دا څرګندونې نن په کابل کې په یوه خبري غونډه کې چې د منځنۍ آسیا یو شمېر هېوادونو ته د ده د وروستي سفر په اړه معلوماتو ته ځانګړی شوی و، وکړې.

هغه یو ځل بیا پر پخوانۍ خبرې ټینګار وکړ چې له پاکستانه سوله نه غواړي بلکه له دې هېواد سره سوله کوي ځکه که داسې ونه شي دا هېواد ښایي تر یو بل بیرغ لاندې يوه بله ډله رامنځه او پر افغانستان جګړه وتپي.

نوموړي وویل:

"نن سپین او تور بیرغ دی. که له پاکستان سره موږ په بنیادي توګه په یوه سوله ونه رسيږو سبا یو بل بیرغ راباسي. د علت او معلول منځ کې باید فرق وشي. د افغانستان ولس سوله غواړي مګر تلپاتې سوله. دا نه چې یوه مؤقتي سوله وکړو سبا یوه بله بدامني راشي."

د سولې په اړه افغان ولسمشر دا څرګندونې یوه ورځ وروسته تر هغې کوي چې د محمد کریم خلیلي په مشرۍ د سولې عالې شورا پرون په عمومي غونډه کې د سولې د راتلونکو هڅو طرح تصویب کړه چې تر ډېره په دغو هڅو کې دیني عالمانو ته ونډه ورکول کېږي.