د کندز بزګران وایي، ناامنیو یې د محصولاتو بازار زیانمن کړی

د کندز بزګران وايي چې په دغه ولایت کې موجوده ناامنیو او د زراعتي محصولاتو لپاره د مارکېټ نشتوالي، د دوی د زراعتي محصولاتو پر نرخونو منفي اغېزه کړې ده.

د بزګرانو په خبره چې په کندز کې روانو ناامنیو او همدارنګه د زراعتي محصولاتو لپاره د مارکېټ د نشتوالي له امله سږ کال په ډېره پیمانه د دوی خټکي او هندواڼې په پالېزونو کې خوسا شوي چې له کبله‌یې بزګران سخت زیانمن شوي دي.

د کندز بزګران وایي سږ کال یوه ښه هندواڼه په ۲۰ او یو ښه خټکی په ۳۰ افغانۍ دی

​بزګران وايي چې پخوا به سوداګر سیمو ته تلل او هلته به‌یې د خټکیو او هندواڼو پالېزونه اخیستل او د هېواد نورو ولایتونو ته به‌یې وړل، خو سږ کال د روانو ناامنیو له کبله سوداګر سیمو ته د پالېزونو اخیستلو لپاره نه‎شي ورتلی چې همدې کار د خټکیو او هندواڼو پر نرخونو بده اغېزه کړې ده.

د کندز د چهار درې ولسوالۍ دوو تنو بزګرانو په دې اړه ازادي راډیو ته وویل‎:

"بازار ته مې خټکي راوړي، خو حاصلات مو له‎منځه تللي، پالېزونه حاصل ته ورسېږي، خو وچېږي، تېر کال مو یو موټر خټکي په ۱۰ زره او اته زره افغانۍ پلورل، خو سږ کال‌یې په ۲۰۰۰ افغانۍ پلورو او هغه هندواڼې چې به په ژمي کې کرل کېدې، ښه حاصل به‌یې ورکاوه، خو سږ کال د هغو هندواڼو هم مزه نه‌وه."

"د ناامنیو او جنګونو له امله له کندزه زیات خلک کډه شوي، د پخوا په شان ګڼه ګوڼه نه‌شته، څوګ دومره خټکي نه‌اخلي، ځکه شتمن خلک په دې ښار کې نه‎دي پاتې، تېر کال د خټکیو کار و بار ښه ګټه درلوده، خو سږ کال دومره ګټه نه‎لري."

د دغه ولایت بزرګران له حکومته غواړي چې د دوی د کرنیزو محصولاتو لپاره بهرنی او کورنی مارګېټ پیدا کړي، څو دوی خپلې تازه مېوې په ښه قیمت په بازار کې خرڅ کړي او خپل مالي لګښت پوره کړي.

بل‎خوا په کندز کې د تازه مېوو یو تن سوداګر انورخان د بزګرانو ستونزې تائیدوي او وايي چې سږ کال د ناامنیو له کبله د خټکیو او هندواڼو نرخونه ډېر ټيټ شوي چې له امله‌یې بزګران سخت زیانمن شوي دي.

انورخان وایي:

"تېر کال په کندز کې د هندواڼو او خټکيو خرڅلاو ډېر ښه و، خو سږ کال خټکي او هندواڼې ډېر ارزانه دي، تېر کال یوه ښه هندواڼه ۳۰ افغانۍ وه او سږ کال یوه ښه اعلی هندواڼه ۲۰ افغانۍ ده، همدا شان خټکي هم سږ کال ډېر ارزانه دي، تېر کال د پالېز پر سر موږ یو ښه اعلی خټکی په ۶۰ افغانۍ اخیسته، خو سږ کال همغه خټکی په ۳۰ افغانۍ اخلو، په ټوله کې نرخونه ډېر ارزانه دي."

په ورته وخت کې د کندز د کرنې او مالدارۍ ریاست د زراعتي چارو امر عبدالبصیر فقیري ازادي راډیو ته وویل چې هر کال په دغه ولایت کې په سلګونه هکټاره ځمکه کې هندواڼې او خټکي کرل کېږي چې له کندز څخه د سوداګرو له‌خوا د هېواد نورو ولایتونو ته هم لېږدول کېږي.

ښاغلي فقیري زیاته کړه چې سږ کال د موجوده ناامنیو له کبله سوداګر دغه ولایت ته نه‌دي راغلي او په ډېره کمه اندازه تازه مېوې له دغه ولایت څخه نورو ولایتونو وړل کېږي چې له کبله‌یې د بزګرانو پر زراعتي محصولاتو یې منفي اغېزه کړې ده.

د دغه ولایت خټکي په بېلابېلو نومونو یادېږې لکه، عسقلاني، غازي خاني، ارکاني، زرمتي، جین تور، شین مغزي، اله پوچاق، برګ نۍ، قندک، اندلک او بوري کله، خو له دې شمېر څخه بیا عسقلاني، زرمتي او غازي خاني یې، له ځانګړي خوند او شهرت څخه برخه‌مند دي.

کندز د افغانستان په شمال ختیځ کې موقعیت لري او نوموړی ولایت یو حاصل‌خېزه ولایت دی چې په پراخه پیمانه غنم، شولې، خټکي، هندواڼې همدارنګه نورې مېوې او دانې هم په‌کې کرل کېږي چې له همدې کبله پخوا دغه ولایت د افغانستان د کندو په نوم هم یادېده.

راپور: اجمل ارین