ارزګان چارواکي: د "خنجر ۷" عملیاتو دوهمه ورځ هم له بریاو ډکه وه

د ارزګان ځایي چارواکي وایي، په دغه ولایت کې د نن دوشنبې ورځې عملیات هم له بریاوو ډک وو.

په ارزګان کې د ملي اردو د څلورمې پلې لوا قوماندان برید جنرال غلام
حضرت کاکړ نن دوشنبه ناوخته د عملیاتو په سیمه کې ازادي راډيو ته وویل چې
د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ کې یې تېره ورځ د "خنجر ۷" په نوم عملیات پیل کړي وو چې نن‌يې هم د یادو عملیاتو پر مهال ګڼې سیمې له وسله‎والو طالبانو تصفیه
کړي او ګڼ شمېر وسله‎والو طالبانو ته‌یې په‎کې مرګ ژوبله اړولې ده.

د ملي اردو د څلورمې پلې لوا قوماندان غلام حضرت کاکړ

په ورته وخت کې د دغو سیمو ځايي اوسېدونکي هم ډېر خوښ دي او له دولته د خپلو سیمو د تل لپاره د امنیت غوښتنه کوي.

په دې اړه نور حال د ازادي راډيو خبریال شریف‎الله شرافت په دې راپور کې:

Your browser doesn’t support HTML5

د شریف‌الله شرافت راپور