صدیقي: د ارزګان د ترینکوټ په عملیاتو کې ګڼ مخالفین وژل شوي

د ارزګان امنیتي چارواکي وايي چې د مرکز ترینکوټ په سیمو کې په وروستیو عملیاتو کې وسله‎والو مخالفینو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې او زیاتې سیمې ورڅخه نیول شوي دي.

دا عملیات پرون سهار د ارزګان ولایت د مرکز ترینکوټ په شمال او شمال ختځ کې د هوايي ځواک په مرسته پیل شول.

د ارزګان امنیه قوماندان مل پاسوال رحمت الله صدیقي ازادي راډیو ته وویل چې په دې عملیاتو کې ګن شمېر وسله‎وال مخالفین مړه او ټپیان شوي خو دقیقه شمېره یې ونه ښوده:

"ضدو نقیض راپورونه شته، د تلفاتو شمېره به بیا وروسته موږ تاسو ته ووایو خو د دوی لسګونه کسان مړه شوي او سلګونه نور یې ټپیان او د محاربې له لیکو څخه تښتیدلي او وتلي دي."

ښاغلي صدیقي وویل، دا عملیات د ښار په څو برخو کې پیل شوي او په ترڅ کې یې له وسله‎والو مخالفینو څخه زیاتې سیمې نیول شوي دي.