ټېلرسن: کرملېن دې د اوکراین جګړې د ختمولو لپاره ګام پورته کړي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر رېکس ټېلرسن وویل، کرملېن باید د اوکراین د جګړې د ختمولو لپاره لومړی ګام پورته کړي که نه پر مسکو بندیزونه به پرځای پاتې وي.

ټېلرسن دا ګواښ پرون د اوکراین په پلازمینه کیف کې روسیې ته وکړ.

ښاغلي ټېلرسن ټینګار وکړ چې د اوکراین ارضي تمامیت او ملي حاکمیت د امریکا اصلي هدف دی او زیاته یې کړه چې واشنګټن به پر مسکو لګول شوي بندیزونه تر هغه وخته لېرې نه کړي چې د اوکراین بشپړ ارضي تمامیت اعاده شوی نه وي.

د اوکراین ولسمشر پتروپروشینکو کیف ته د ټېلرسن سفر د امریکا له خوا د جي شل له سرمشریزې سمدستي وروسته د ده د هېواد د ملاتړ یوه قوي نښه وبلله.

پروشینکو یو ځل بیا د اوکراین په ختیځ کې روسیه د جګړې عامل یاده کړه:

"دا کیف نه و چې جګړه یې پیل کړه. اوکرایني سرتېري د روسیې په پولو کې نشته موږ دا جګړه نه ده پیل کړې بلکې دا جګړه د مسکو له خوا پلان او پیل شوې ده.مسکو دی چې باید د دې کړکېچ د سوله ییز هواري لارې چارې ولټوي."

د اوکراین ولسمشر پیترو پروشینکو او ټېلرسن پرون په کیف کې په یوه ګډه خبري غونډه کې اعلان وکړ چې د اوکراین د ختیځ د جګړې لپاره د امریکا نوی استازی کورټ وولکر Kurt Volker به د مینسک د موافقې د عملي کولو په مقصد د هلوځلو په ترڅ کې د څو نورو ورځو لپاره هم په کیف کې پاتې شي.