ولسمشر غني: تروریستي ډلو سره باید په ګډه مبارزه وشي

د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني وايي چې د تروریستي ډلو او د مخدره موادو د قاچاق له نړیوالو شبکو سره باید په ګډه مبارزه وشي.

هغه دا خبرې پرون یکشنبه په ارګ ماڼۍ کې د امریکا متحده ایالتونو له مخدره موادو سره د مبارزې او د قانون د حاکمیت د نړیوالې ادارې له مرستیال ویلیم براون سره په لیدنه کې وکړې.

په همدې اړه د جمهوري ریاست په یوه اعلامیه کې د ولسمشر اشرف غني په حواله راغلي چې تروریستي شبکې او د مخدره موادو نړیوالې قاچاقچي ډلې له یو بل سره اړیکې لري او یو بل پیاوړې کوي.

په اعلامیه کې د امریکا متحده ایالتونو له مخدره موادو سره د مبارزې نړیوالې ادارې د مرستیال ویلیم براون په حواله ویل شوي چې امریکا له مخدره موادو سره د مبارزې په سټراټيژي کار کوي او غواړي په دې برخه کې د ولسمشر غني او افغان حکومت نظریات او مشورې وکاروي.