دانش: مخدره توکي افغانستان کې د جنګ او د ترورېزم تمویلوونکي دي

د جمهوري رياست دوهم مرستيال وايي، د دولت وسله‎وال مخالفین د نشه‌یي توکو لوى قاچاق‎‎کوونکي او دغه‎راز د کوکنارو د کښت او توليد ملاتړي دي.

محمد سرور دانش نن یکشنبه په کابل کې د نشه‎يي توکو پر وړاندې د مبارزې د اونۍ په مناسبت يوې غونډې ته د وينا پر مهال دا څرګندونې وکړې.

ښاغلي دانش وويل، د کوکنارو کښت او د نشه‌یي توکو توليد په افغانستان کې د جنګ بودجه او ترورېزم تمويلوي.