د هرات ښاروالۍ د ۴ کارکوونکو دندې د فساد په تور ځنډول شوي

د هرات ولایت د ښاروالۍ د څلورو کارکوونکو دندې د اداري فساد په تور وځنډول شوې.

د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد نن یکشنبه ازادي راډيو ته وويل:

"د اداري فساد پر ضد د مبارزې کشفي ادارو، په خپلو څېړنو کې موندلې چې د ښاروالۍ دغه څلور کارکوونکي په اداري فساد او رشوت اخیستلو کې ښکېل وو."

د ښاغلي جیلاني په خبره، څلور واړه کارکوونکي د تحقيقاتو لپاره څارنوالۍ ته معرفي شوي دي.